ایکنا دحسینی مقدس آستان داطلاع رسونې د سایټ له قوله راپور راکوي،د حسینی اربعین په دستورو کې دګډون کونکو زیارتوالو په لاس د قرآن کریم د خوشنویسۍ دعمل نوښت،په حسینی آستان کې د قران دتبلیغ دنړیوال مرکز په وسیله ترسره شو.
دغه پلان د هغه علمیه حوزې د تبلیغي پروژې یوه برخه وه چې په پراخ ډول ورته پام شوی او د مختلفو هیوادونو ډيرو روحانیونو،عالمانو او زیارتوالو پکې ګډون وکړ.
ددغه مرکز مسئول منتظر المنصور دحسیني آستان له ویبسایټ سره په خبرو کې ووئيل،سږکال داربعین زیارت د ځينوډيرو مهمو پيښوشاهد ؤ چې په هغو کې د مونږ دمرکز په نوښت او د هغه تبلیغي پلان څخه په ملاتړ سره چې د زیارتوالو په وسیله د قرآن کریم دلیکلو لپاره په نجف اشرف کې د علمیه حوزې په وسیله په نظر کې نیول شوی ؤ اشاره کیدلی شي.
هغه روښانه کړې ده ،دغه نوښت د ؛له قرآن سره ژمنتیا ؛ په شعار سره ترسره شو چې دخداي دآسماني کتاب د سپکاویو لپاره د هڅو یو ځواب ؤ.
المنصوري ووئيل دغه نوښت د حسینی اربعین د زیارت په شپو ورځو کې د ښځو اوسړیو پشمول دنړۍ د مختلفو هیوادونو دزیارتوالو او همداراز د نجف اشرف د علمیه حوزې د تبلیغي پروژې د مدیریّت له خوا دډير په زړه پورې تعامل شاهد ؤ چې دعملیه حوزې عالمانو او استاذانو ئې په ترسره کولو کې غوره رول و لوبولی دی.
هغه ددغه قرآڼ د مشخصاتو په باب ووئيل،دغه قرآن په بشپړ ډول په یوې درې سوه میټري مخملی ټوکر باندې پلان شوی دی او ترټولو اوږد قرآن حسابیږي.